کابل؛ د څلورم زون ٢٤ کلبونو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۲:۵
کابل؛ د څلورم زون ٢٤ کلبونو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پاى ته ورسېدې

په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې د کابل ښار څلورم زون ٢٤ کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ پاى ته ورسېدې.

دغو سياليو ، چې د کوچنيانو عمري کټګورۍ د ١٢، ١٣ او ١٤ کلونو ١١٥ ورزشکاران پکې ګډون درلود، درې ورځې يې دوام وکړ.

د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د پلان او ستراتيژۍ ارشد مشاور ګلاب الدین خپلواک، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د قرار دادونو عمومي مدير لعل محمد سيار او د سوک وهنې فدراسيون استازو ګډون درلود.

د پای مراسمو ته اتل مشواڼي خبرې وکړې، نوموړي خوښي وښوده، چې د تنکیو ځوانانو لپاره د سوک وهنې تشویقي سیالۍ نیول شوي او نن یې د پای ورځ ده. له ورزشکارانو یې د سپورټي اخلاقو د مراعتولو او په خپل مسلک کې د ډېر زیار ایستلو غوښتنه وکړه. همداراز یې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په نماینده ګي ورزشکارانو او د بوکس فدراسیون مسولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دغو سياليو موخه د کم سنه ورزشکارانو تشویق او هڅول و.

په پاى کې د ورزش ادارې د رهبري او مسولینو له خوا ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۵۹
Background image

کندز؛ مسابقات پهلوانی میان ۵۰ پهلوان در ولسوالی امام‌صاحب برگزار شد

مسابقات پهلوانی میان ۵۰ پهلوان در ولسوالی امام‌صاحب ولایت کندز، با هماهنگی ریاست تربیت بدنی و ورزش این ولایت برگزار شد.

در پایان این مسابقات، ۲۵ پهلوان با شکست‌دادن حریفان خود به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د تیږې اچونې سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۹ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۴۱
Background image

پکتيکا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS