کابل؛ د څلورم زون ٢٤ کلبونو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ پاى ته ورسېدې
په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې د کابل ښار څلورم زون ٢٤ کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ پاى ته ورسېدې.
دغو سياليو ، چې د کوچنيانو عمري کټګورۍ د ١٢، ١٣ او ١٤ کلونو ١١٥ ورزشکاران پکې ګډون درلود، درې ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د پلان او ستراتيژۍ ارشد مشاور ګلاب الدین خپلواک، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د قرار دادونو عمومي مدير لعل محمد سيار او د سوک وهنې فدراسيون استازو ګډون درلود.
د پای مراسمو ته اتل مشواڼي خبرې وکړې، نوموړي خوښي وښوده، چې د تنکیو ځوانانو لپاره د سوک وهنې تشویقي سیالۍ نیول شوي او نن یې د پای ورځ ده. له ورزشکارانو یې د سپورټي اخلاقو د مراعتولو او په خپل مسلک کې د ډېر زیار ایستلو غوښتنه وکړه. همداراز یې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په نماینده ګي ورزشکارانو او د بوکس فدراسیون مسولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دغو سياليو موخه د کم سنه ورزشکارانو تشویق او هڅول و.
په پاى کې د ورزش ادارې د رهبري او مسولینو له خوا ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
