ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د تیږې اچونې سيالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۹ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې په پايله کې يې حکمت لومړی، مجيب دويم او بلال درېيم مقام خپل کړ.
