پکتيکا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې اليون سټار لوبډلې خپلې سيالې کشيوالو لوبډلې ته د ۱-۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۱۲ ورځې دوام وکړي.
