پکتیا؛ خوازکو ځوانانو لوبډلې د "خپلواک افغانستان" په نوم د واليبال سياليو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۹:۲۵
پکتیا؛ خوازکو ځوانانو لوبډلې د "خپلواک افغانستان" په نوم د واليبال سياليو اتلولي وګټله

د پکتیا ولایت د ورزش ریاست په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري د "خپلواک افغانستان" په نوم د واليبال سيالۍ چې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ ١٨ ورځې وړاندې پيل شوې وې د خوازکو ځوانانو لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې چې د پکتیا، غزني، خوست، پکتيکا او لوګر ولایتونو د واليبال لوبډلو ګډون درلود پايلوبې ته يې د پکتیا خوازکو ځوانانو او نيازيو زلمو لوبډلو لار پیدا کړه، چې د خوازکو ځوانانو لوبډلې د ٣-٠ ميدانونو په توپیر خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

په پاى کې د پکتیا د ورزش ریاست له لوري ګټونکې لوبډلې ته يو عراده موټر سايکل، ورزشي جامې او مډالونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

مسابقات کشتی رستمی با اشتراک ۱۵۰ ورزشکار در ولسوالی شهرک ولایت غور برگزار گردید

رقابت‌های کشتی رستمی از طرف نمایندگی فدراسیون کورش با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور میان ۱۵۰ ورزشکار از وزن ۵۵ الی ۱۰۰ کیلوگرام برای مدت یک روز در ولسوالی شهرک این ولایت دایر. . .

BACK TO NEWS