کابل؛ د نجیب تلاش خيريه بنسټ د بډمنټون ملي ټاکنيزو سياليو مالي ملاتړ په غاړه واخيست

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۳
کابل؛ د نجیب تلاش خيريه بنسټ د بډمنټون ملي ټاکنيزو سياليو مالي ملاتړ په غاړه واخيست

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بډمنټون ملي فدراسیون او د نجیب تلاش خيريه بنسټ ترمنځ د بډمنټون راتلونکو ملي ټاکنيزو سياليو د مالي ملاتړ او همکارۍ تړون لاسلیک شو.

ياد تړون د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د ياد رياست د رهبرۍ غړو، په شتون کې د نجيب تلاش خيريه بنسټ مشر نجیب الله تلاش او د بډمنټون ملي فدراسیون رئیس ارشاد الحق صديقي ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به يې، ياد بنسټ د بډمنټون راتلونکې ملي ټاکنيزې سيالۍ مالي ملاتړ ترسره کړي.

د ياد تړون د لاسليک پر مهال د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، په ورزش او نورو برخو کې د ياد بنسټ د کړو خدمتونو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې دوی د ورزش د ودې او پرمختګ په برخه کې پراخه ونډه اخيستې او د ورزشکارانو ملاتړ يې کړی دی.

دغه راز نوموړې له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د ورزش او ورزشکارانو د پرمختګ لپاره د ورزشکارانو او ورزشي برنامو مالي ملاتړ وکړي، تر څو ورزش لا پرمختګ وکړي او ورزشکاران وکولی شي، چې هېواد ته وياړونه راوړي.

همدارنګه د نجیب تلاش خيريه بنسټ اجرايه مدير نويد قادري وويل، د نجيب تلاش خيريه بنسټ مشر د ورزش سره د ځانګړې مينې له امله وخت نا وخت د ورزشي برنامو ملاتړ کړی او دا دی يو ځل بيا يې هم د دې سياليو ملاتړ وکړ.

دغه راز نوموړي وويل، موږ به په راتلونکي کې هم د ورزشي برنامو او ورزشکارانو مالي ملاتړ ته دوام ورکړو.

د ويلو ده، چې د بډمنټون ملي ټاکنيزې سيالۍ به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي، چې د ترسراوي، کره نېټه به يې وروسته روښانه شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

کندز؛ یک جمنازیوم ورزشی به هزینه ۵۰ میلیون افغانی ساخته و افتتاح شد

ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش، یک جمنازیوم ورزشی به هزینه ۵۰ میلیون افغانی برای ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کندز ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد.

این جمنازیوم ورزشی که در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۹
Background image

بغلان؛ برگزاری رقابت های منتخب بکسینگ با اشتراک ۵۶ تن در پلخمری

رقابت های بکسینگ با اشتراک ۵۶ تن از سوی نمایندگی فدارسیون این رشته درهمکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان، در شهر پلخمری برگزار شد.

در این رقابت ها ورزشکاران در کتگوری های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۰
Background image

مسابقات دوش میان پنجاه ورزشکار در مرکز ولایت کاپیسا برگزار گردید

رقابت‌های تشویقی دوش از طرف نمایندگی فدراسیون اتلتیک با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا میان ۵۰ ورزشکار برای مدت یک روز در مرکز این ولایت دایر گردید.

در این پیکارها. . .

BACK TO NEWS