کابل؛ د نجیب تلاش خيريه بنسټ د بډمنټون ملي ټاکنيزو سياليو مالي ملاتړ په غاړه واخيست

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۳
کابل؛ د نجیب تلاش خيريه بنسټ د بډمنټون ملي ټاکنيزو سياليو مالي ملاتړ په غاړه واخيست

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بډمنټون ملي فدراسیون او د نجیب تلاش خيريه بنسټ ترمنځ د بډمنټون راتلونکو ملي ټاکنيزو سياليو د مالي ملاتړ او همکارۍ تړون لاسلیک شو.

ياد تړون د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د ياد رياست د رهبرۍ غړو، په شتون کې د نجيب تلاش خيريه بنسټ مشر نجیب الله تلاش او د بډمنټون ملي فدراسیون رئیس ارشاد الحق صديقي ترمنځ لاسليک شو، چې له مخې به يې، ياد بنسټ د بډمنټون راتلونکې ملي ټاکنيزې سيالۍ مالي ملاتړ ترسره کړي.

د ياد تړون د لاسليک پر مهال د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، په ورزش او نورو برخو کې د ياد بنسټ د کړو خدمتونو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې دوی د ورزش د ودې او پرمختګ په برخه کې پراخه ونډه اخيستې او د ورزشکارانو ملاتړ يې کړی دی.

دغه راز نوموړې له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د ورزش او ورزشکارانو د پرمختګ لپاره د ورزشکارانو او ورزشي برنامو مالي ملاتړ وکړي، تر څو ورزش لا پرمختګ وکړي او ورزشکاران وکولی شي، چې هېواد ته وياړونه راوړي.

همدارنګه د نجیب تلاش خيريه بنسټ اجرايه مدير نويد قادري وويل، د نجيب تلاش خيريه بنسټ مشر د ورزش سره د ځانګړې مينې له امله وخت نا وخت د ورزشي برنامو ملاتړ کړی او دا دی يو ځل بيا يې هم د دې سياليو ملاتړ وکړ.

دغه راز نوموړي وويل، موږ به په راتلونکي کې هم د ورزشي برنامو او ورزشکارانو مالي ملاتړ ته دوام ورکړو.

د ويلو ده، چې د بډمنټون ملي ټاکنيزې سيالۍ به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي، چې د ترسراوي، کره نېټه به يې وروسته روښانه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د کجران ولسوالۍ په زرد ګلان ورزشي لوبغالي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د نيزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

BACK TO NEWS