د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د کرکټ لوبې پیل شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۷ - ۱۱:۴۸
د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د کرکټ لوبې پیل شوې

د خوست ولایت کرکټ پرمختیایي ادارې له کلني پلان سره سم؛ د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل لوریزې لوبې پیل شوې.

د یادو سیالیو د پرانېستې مراسمو کې د خوست کرکټ پرمختیایي ادارې مشرتابه او غړو سربېره؛ د ګربزو ولسوالۍ لوبغاړو، ځوانانو او د کرکټ لوبې مینوالو برخه درلوده.

د پرانېستې یادو مراسمو کې د خوست کرکټ پرمختیایي ادارې مدیر ښاغلي احسان‌ولي مسرور له لوري محمد سمسور د ګربز ولسوالۍ د کرکټ استازي په توګه د یادې ولسوالۍ ولسونو ته وروپېژندل شو.

ګربزو ولسوالۍ کې داسې مهال د کرکټ لوبې پیلیږي، چې تېره چهارشنبه او پنجشنبه د خوست ولایت په ځاځي‌میدان او تڼیو ولسوالیو کې هم د کرکټ ورته سیالۍ پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۸
Background image

برگزاری رقابت‌های سبک یونی‌فایت ورزش های رزمی در کابل

رقابت‌های سبک یونی‌فایت با اشتراک ۷۰ ورزشکار، از سوی فدراسیون ورزش‌های رزمی در همکاری با ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، در جمنازیوم ورزشی ۵۰۰ نفری این رياست برگزار شد.

در. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۵
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS