هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ګرشک اتلانو لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې مسلم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
