زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې روزي محمد کلب لومړی، سمیع الله کلب دويم او عبیدالله کلب بيا درېيم مقام خپل کړ.
