پکتیا کې د ۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنېزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې د ۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۸ تنه غوره ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د پکتيا ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.