خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په ژۍ کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د "ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې تڼيو منتخبې لوبډلې خپلې سيالې صبريو منتخبې لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د واليبال ورزش ته وده ورکول وو، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.