لوگر کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۳۸
لوگر کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د محمد آغې ولسوالۍ په سرخ آب سيمه کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوې وې د لوگر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې لوگر اتلانو لوبډلې خپلې سيالې مېرزاخېلو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليری والی وو، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ترڅنگ يو سېرلی هم ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۶
Background image

مسابقات منتخب موی تای در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون موی تای در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های منتخب این رشته را میان ۲۴۵ ورزشکار از ۱۵ ولایت در جمنازیوم ورزشی احمدی برگزار شد.

ورزشکاران شرکت کننده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS