لوگر کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۳۸
لوگر کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د محمد آغې ولسوالۍ په سرخ آب سيمه کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوې وې د لوگر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې لوگر اتلانو لوبډلې خپلې سيالې مېرزاخېلو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليری والی وو، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ترڅنگ يو سېرلی هم ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۴:۳۶
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې له درېیوو ولسوالیو د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۴:۳۳
Background image

کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۳:۱۹
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نالاوي ځوانانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS