په تخار کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ورزشي فدراسيونونو ملي لوبغاړو ته د‌ عصريې وېش پيل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۶
په تخار کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ورزشي فدراسيونونو ملي لوبغاړو ته د‌ عصريې وېش پيل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له لوري ورزشکارانو ته د عصريې د وېش په دوام په تخار ولايت کې د ورزشي فدراسيونونو په ملي لوبغاړو، د ياد رياست د عصريې د وېش کمېټې د مسول قاري حيات الله رحماني له لوري د عصريې د وېش بهير پيل شو.

دغه وېش څه موده وړاندې په مرکز کابل کې پيل شوی و او ژمنه شوې وه، چې د هېواد ټولو ولايتونو ته به‌ ياده پروسه انتقالېږي او پر ملي لوبغاړو به عصريه وېشل کېږي، چې له نېکه مرغه نن د نوموړې کمېټې د مسول له لوري ياده پروسه په دغه ولايت کې هم پيل شوه.

هېره دې نه وي، چې دغه پروسه به د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ورته مخکې ځي او پر ټولو ملي لوبغاړو به د وېش بهير په چټکتيا دوام ولري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۸
Background image

سومین دور مسابقات نیوفول‌کانتکت میان ۱۴۰ ورزشکار از سه ولایت کشور به میزبانی غزنی برگزار گردید

سومین دور رقابت‌های نیوفول‌کانتکت از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غزنی میان ۱۴۰ ورزشکار از ولایت‌های کابل، زابل و غزنی برای مدت یک روز در مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۵۸
Background image

پکتیکا، په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون او د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو له لوري په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې لس ورځې يې. . .

BACK TO NEWS