پکتیکا، په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون او د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو له لوري په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې لس ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته نوي کلا او عباس خېلو لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه نوي کلا لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د درېيو لوبغاړو په زيان ۱۷۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې عباس خېلو لوبډلې د ياد هدف په تعقيب ۱۶۸ منډې وکړې او په اتو منډو يې ماتې وخوړه.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو موټرسايکل د ډالۍ په ورکړل شوې.
