ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۹:۵۵
ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د ۲٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ د منصور اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شیر افغان او منصور اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شیر افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٧٥ منډو هدف وټاکه. منصور اتلانو لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زيان د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې د ٢٧ ورځې یې دوام وکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۸
Background image

سومین دور مسابقات نیوفول‌کانتکت میان ۱۴۰ ورزشکار از سه ولایت کشور به میزبانی غزنی برگزار گردید

سومین دور رقابت‌های نیوفول‌کانتکت از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غزنی میان ۱۴۰ ورزشکار از ولایت‌های کابل، زابل و غزنی برای مدت یک روز در مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۵۸
Background image

پکتیکا، په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون او د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو له لوري په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې لس ورځې يې. . .

BACK TO NEWS