افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا اسیایی سیالیو کې څلور نور مډالونه هم وګټل
د جنوبي اسیا شپاړسم پړاو د بدن ښکلا سیالیو کې افغان ورزشکارانو یو د سرو زرو، درې د برونزو نور مډالونه، دوه ورزشکارانو څلورم مقامونه، دوه لوبڅارانو د لوبڅارۍ سندونه او په ټولیز ډول یې دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.
افغان ورزشکارانو تر دې وړاندې له دغو سیالیو څخه دوه د سرو زرو، درې د سپینو زرو او یو د برونزو مډال ګټلی، چې په ټوله کې لس مډالونه کېږي.
دغو سیالیو کې د هېواد په استازولۍ ۱۸ کسیزه لوبډله ګډون لري.
یادې سیالۍ د اتو هېوادونو په ګډون د چنګاښ پر ۹مه پیل شوي او نن ( د چنګاښ ۱۲مه) پای ته ورسېدې.
