په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۹:۲
په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په نظري ورزشي کلب کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د یاد کلب استادانو، ورزشکارانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

نوموړې سیالۍ، چې شاوخوا ۲۵ ورځې به دوام وکړي، پکې د مرکز لښکرګاه تر څنګ د نادعلي، ګرمسېر، واشېر، کجکي، مارجې، ناوې او ګرشک ولسوالیو د کبډي لوبډلو ګډون کړی دی.

د دغو سیالیو موخه د کبډي سیالیو پرمختګ او ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.

د یادونې وړه ده، چې د دغو سیالیو د پیل سیالي د کجکي او ګرشک ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کجکي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶-۰ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۷:۳۱
Background image

لغمان؛ مسابقات والیبال در ولسوالی علینگار به پایان رسید

مسابقات والیبال میان ۳۲ تیم، از سوی نمایندگی فدراسیون والیبال آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت لغمان، در ولسوالی علینگار این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی تیم ادهار به پایان رسید.

در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۱
Background image

دومین دور مسابقات بوکسینگ زون جنوب‌غرب با قهرمانی ورزشکاران ولایت غزنی به پایان رسید

دومین دور رقابت‌های بوکسینگ زون جنوب‌غرب از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته، با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غزنی میان ۵۰ ورزشکار از هفت ولایت، به میزبانی ولایت غزنی برگزار شد و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۳:۵۹
Background image

از روز جهانی کورش در مرکز ولایت کندز گرامی داشت به عمل آمد

نمایندگی فدراسیون کورش ولایت کندز، با هماهنگی ریاست تربیت بدنی و ورزش این ولایت، از روز جهانی کورش با اشتراک ۴۰ ورزشکار در استدیوم ورزشی چمن اسپین‌زر، مرکز این ولایت ث، تجلیل به عمل. . .

BACK TO NEWS