په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۹:۲
په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په نظري ورزشي کلب کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د یاد کلب استادانو، ورزشکارانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

نوموړې سیالۍ، چې شاوخوا ۲۵ ورځې به دوام وکړي، پکې د مرکز لښکرګاه تر څنګ د نادعلي، ګرمسېر، واشېر، کجکي، مارجې، ناوې او ګرشک ولسوالیو د کبډي لوبډلو ګډون کړی دی.

د دغو سیالیو موخه د کبډي سیالیو پرمختګ او ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.

د یادونې وړه ده، چې د دغو سیالیو د پیل سیالي د کجکي او ګرشک ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کجکي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶-۰ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۸:۱۴
Background image

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، ۲۲ افغان ورزشکارانو په ۳۲ نړيوالو سیالیو کې ګډون کړی دی. افغانورزشکارانو په تولیز ډول ۶۲ مډالونه، چې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو او ۲۹ د برونزو مډالونه دي، ترلاسه کړي دي.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، ۲۲ افغان ورزشکارانو په ۳۲ نړيوالو سیالیو کې ګډون کړی دی. افغانورزشکارانو په تولیز ډول ۶۲ مډالونه، چې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو او ۲۹ د برونزو مډالونه دي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۷:۷
Background image

نورستان؛ مرکزي زندان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي زندان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۷:۲
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د "دريگن مانده" په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د. . .

BACK TO NEWS