خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۳۶
خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د مفتون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د دانش او مفتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مفتون لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو اتو اورونو کې د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٧ منډو هدف وټاکه. دانش لوبډلې د هدف په تعقیب کې ٩٩ منډې وکړې او لوبه یې د اوو منډو په توپیر وبایلله.

يادې سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۲۸
Background image

غور؛ لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه آغاز شد

رقابت های لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه با اشتراک ۱۱ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در ولسوالی دولینه آغاز شد.

در بازی. . .

BACK TO NEWS