هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د سوېل لویدیځ زون فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۱:۴۵
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د سوېل لویدیځ زون فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت او پوپل او ورونو خدماتي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمند هارون پوپل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې هلمند، کندهار، ارزګان او غزني ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د هلمند ولایت هارون پوپل لوبډلې د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او د کندهار الفت استقلال لوبډلې دویم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د شپږو زونونو څخه د غوره لوبډلو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ او په پای کې شریف الله عزیزي د سیالیو د غوره لوبغاړي، میراجان نورزي د غوره ګول وهونکي او جاوېد احمد توفان د غوره ګول ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۰
Background image

افتتاح جشنواره بین‌المللی کشتی‌های سنتی میان هفت کشور در کابل

جشنواره بین‌المللی کشتی‌های سنتی میان هفت کشور افغانستان، ایران، قیرغزستان، تاجیکستان، ترکیه، ترکمنستان و اوزبیکستان به میزبانی افغانستان در کابل ِافتتاح شد.

در مراسم افتتاحیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۳
Background image

مولوي احمدالله وثیق

مولوي احمدالله وثیق

BACK TO NEWS