هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د سوېل لویدیځ زون فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۷:۱۵
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د سوېل لویدیځ زون فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت او پوپل او ورونو خدماتي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمند هارون پوپل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې هلمند، کندهار، ارزګان او غزني ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د هلمند ولایت هارون پوپل لوبډلې د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او د کندهار الفت استقلال لوبډلې دویم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د شپږو زونونو څخه د غوره لوبډلو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ او په پای کې شریف الله عزیزي د سیالیو د غوره لوبغاړي، میراجان نورزي د غوره ګول وهونکي او جاوېد احمد توفان د غوره ګول ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۷:۳۸
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سیلف ډفنس سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سیلف دفنس سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

په دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۵:۲۱
Background image

پکتيا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د تلاش قهرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په سرحدي لېوا ميدان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه فوټبال سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک لومړی پړاو سیالۍ. . .

BACK TO NEWS