لغمان؛ په مهترلام ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۹:۳۴
لغمان؛ په مهترلام ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مهترلام ښار په هرمل کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د هرمل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې‌.

د يادو سياليو پايلوبه د هرمل او ابوبکر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هرمل لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف کېښود، ابوبکر لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۹۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سیالۍ، چې شاوخوا ۲۱ ورځې يې دوام وکړ، په پای کې لومړي او دوهم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۳۵
Background image

مسابقات منتخبه پرورش اندام ولسوالی دلارام ولایت نیمروز برگزار گردید

اولین دور رقابت‌های منتخبه پرورش اندام از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز میان بیست ورزشکار در ولسوالی دلارام ولایت نیمروز برای مدت یک روز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۲۹
Background image

مسابقات لیگ دسته الف فوتبال میان سیزده تیم در ولایت بادغیس آغاز گردید

رقابت‌های لیگ دسته الف فوتبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بادغیس میان ۱۳ تیم به صورت تنها رفت در مرکز این ولایت راه اندازی شد.

در نخستین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۲۶

BACK TO NEWS