هلمند؛ گرشک اتلانو لوبډلې د ګرشک ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۰:۰
هلمند؛ گرشک اتلانو لوبډلې د ګرشک ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د گرشک ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د گلبهار جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د گرشک اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د گرشک اتلانو او گرشک زلميانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، گرشک اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۴۱ منډو هدف کېښود، گرشک زلميانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۳۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او پرمختگ وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۲۸
Background image

غور؛ لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه آغاز شد

رقابت های لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه با اشتراک ۱۱ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در ولسوالی دولینه آغاز شد.

در بازی. . .

BACK TO NEWS