پکتيکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۴:۲۹
پکتيکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د برمل لېسې لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د برمل لېسې او شکين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شکين لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۸۳ منډو هدف کېښود، برمل لېسې لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه لرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول ښودل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۴
Background image

کاپیسا؛ مسابقات والیبال با اشتراک هفت تیم در شهر محمود راقی آغاز گردید

رقابت‌های والیبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا میان هفت تیم از مرکز و ولسوالی‌های این ولایت در شهر محمود راقی آغاز گردید.

در نخستین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۵:۵۹
Background image

پکتیکا؛ رقابت‌های انتخابی نیزه‌زنی میان ۵۲ ورزشکار در شهر شرن برگزار شد

رقابت‌های انتخابی نیزه‌زنی میان ۵۲ ورزشکار از سوی نمایندگی فدراسیون بزکشی، نیزه‌زنی و بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پکتیکا، در شهر شرن مرکز این ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۵:۵۶
Background image

کونړ؛ په نورگل ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د صاحب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د نورگل ولسوالۍ په برپټن سيمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د صاحب لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS