پکتيکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۸:۵۹
پکتيکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د برمل لېسې لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د برمل لېسې او شکين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شکين لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۸۳ منډو هدف کېښود، برمل لېسې لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه لرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS