هلمند؛ شاهین افغان لوبډلې د خانشین ولسوالۍ د فوټبال رمضان جام سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۱۰:۲۵
هلمند؛ شاهین افغان لوبډلې د خانشین ولسوالۍ د فوټبال رمضان جام سیالیو اتلولي وګټله

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یادو لایت په خانشین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ سیالۍ د شاهین افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شاهین افغان او میوند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې شاهین افغان لوبډلې د یو ګول په توپیر سره خپلې سیالې لوبدلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دغو سیالیو د پایلوبې نندارې ته د خانشین ولسوالۍ ورزشي مسؤول، نظامي او ملکي مسؤولان، مشران، ځوانان او د ورزش سلګونه مینوال ورغلي وو.

د یادو سیالیو موخه له اختر وروسته لوبو ته د ځوانانو چمتو والی او د سالمې تفریح برابرول ښودل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له میوند لوبډلې څخه صدام د دغو سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۷
Background image

کاپیسا؛ رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم در ولسوالی اله‌سای آغاز شد

رقابت های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون ملی فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا، در ولسوالی اله‌سای آغاز شد.

در نخستین دیدار این رقابت ها تیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۳۵
Background image

آغاز رقابت‌های انتخابی والیبال در لغمان

رقابت‌های انتخابی والیبال میان ۷۶ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون والیبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت لغمان، جمنازیوم ورزشی آمریت این ولایت آغاز شد.

در بازی نخست این رقابت. . .

BACK TO NEWS