د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام غوراوي پړاو سیالیو کې کويټ هيواد ته لوبه بايلوده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۱:۱۸
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام غوراوي پړاو سیالیو کې کويټ هيواد ته لوبه بايلوده

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه د سعودي عربستان په عبدالله الدبیل لوبغالي کې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کې له کویټ څخه د ۰-۴ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.

د دې لوبې لومړۍ نیمايي د کویټ په ګټه د شبیب الخلدي په یو ګول سره پای ته ورسېده.

د لوبې په دویمه نیمايي کې د محمد دهام، اصحبي صالح او الخلدي له لوري د خپل هیواد په ګټه درې ګولونه ووهل، چې په پایله کې یاده سیالۍ ۴-۰ د کویټ په ګټه تمامه شوه.

دا په نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان دویمه ماتې ده.

د هېواد ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم د قطر پر وړاندې د ۱/۸ ګولونو په توپير لوبه بايللې وه.

ټاکل شوې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله خپله درېیمه لوبه د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د هند پر وړاندې ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

مسابقات کشتی رستمی با اشتراک ۱۵۰ ورزشکار در ولسوالی شهرک ولایت غور برگزار گردید

رقابت‌های کشتی رستمی از طرف نمایندگی فدراسیون کورش با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور میان ۱۵۰ ورزشکار از وزن ۵۵ الی ۱۰۰ کیلوگرام برای مدت یک روز در ولسوالی شهرک این ولایت دایر. . .

BACK TO NEWS