پکتیکا؛ د مرکز ښرنې سولې پارک کې د والیبال چلینج کپ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د ورزش امریت د والیبال فدراسیون او چهاردرې کلي ځوانانو په ګډه همغږۍ د مرکز ښرنې په سولې پارک کې د ۲۲لوبډلو ترمنځ د «چیلنج کپ» په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، د پیل لوبه یې د دزاولو او ښرنې مرکزي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ښرني مرکزي لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.