د انګلستان د ټېسټ کرکټ لوبډلمشر جوی روټ له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړه.

Afzal-af
د انګلستان د ټېسټ کرکټ لوبډلمشر جوی روټ له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړه.

د انګلسټان د ټېسټ لوبو لوبډلمشره له هغې وروسته استعفاء‌ وکړه چې په دې وروستیو کې یې له اووس لوبو څخه یوازې په دوه لوبو کې بریا خپله کړې وه.

نوموړي د خپلې استعفاء په اړه ویلي: «دا زما لپاره سخته پریکړه وه خو د کورنۍ او کرکټ بورډ مشرتابه په مشوره دې پریکړې ته ورسېدم، زه د تېرو پنځو کلونو لپاره د خپلې ملي لوبډلې په لوبډلمشرۍ ویاړ کوم».

د ویسټ انډيز پر وړاندې تېره میاشت په ۱-۰ ماتې، او د استرالیا پر وړاندې په اشیز سیریز کې په ۴-۰ ماتې د جوی روټ لپاره تر ټولو مایوسونکي سییریزونه وو.

د جوی روټ لپاره په تېره میاشت کې ترټولو زیات ماسوونکي له د ویسټ او اسټرالیا سره سیریزونه وو چې دواړه یې ۰ـ۱ او ۰-۴ مقابلو لوبډلو ته وبایلل.

۳۱ کلن جوی روټ د انګلستان د شل اوریز کرکټ په نږدې مخینه کې تر ټولو پیاوړیو لوبډلمشر و چې په ۶۴ لوبو کې یې د ۲۷ لوبو په ګټلو سره بل لوبډلمشر سیالي نده کړې.

۳۱ کلن جوی روټ د خپلې لوبډلې په تېره نږدې کې د انګلستان تر ټولو مخکښ لوبډلمشر دی چې له بل هر لوبډلمشر زیاتې ۲۷ بریاوې یې خپلې کړې دي.

خو د هغه لپاره تېرې ۱۲ میاشتې مایوسه کونکې وې، چې د ۲۰۲۱ په سر کې له ۳ بریاو وروسته یې په ۱۷ ټیسټ لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې، پنځه یې مساوي کړې خو په ۱۱ کې یې ماتې منلې ده.

هغه د لوبډلمشر په توګه ۶۴ لوبې ترسره کړي چې ۲۷ بریاوې او ۲۶ ماتې منلې دي.

ددې ترڅنګ د هغه شخصي کارکردګي په زړه پورې وه چې په دغه دوره کې یې د ۱۴ سلیزو او ۲۶ نیمه سلیزو په مرسته ۵۲۹۵ منډې جوړې کړي دي.

د انګلستان کرکټ بورډ تر دې دمه د نوي ټیسټ لوبډلمشر اعلان نه دی کړی خو په دې تړاو بین سټوکس غوره نوماند بلل کیږي.