میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۰
میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولایتونو د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال څلورم پړاو سیالۍ د عبدالوهاب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو کې له بامیان، غزني، لوګر، کابل، لغمان، کونړ، ننګرهار او میدان ودرګ ولایتونو څخه ۳۴ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې یې عبدالوهاب لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې ځواک میدان ښار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګتله.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۸
Background image

سومین دور مسابقات نیوفول‌کانتکت میان ۱۴۰ ورزشکار از سه ولایت کشور به میزبانی غزنی برگزار گردید

سومین دور رقابت‌های نیوفول‌کانتکت از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غزنی میان ۱۴۰ ورزشکار از ولایت‌های کابل، زابل و غزنی برای مدت یک روز در مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۵۸
Background image

پکتیکا، په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون او د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو له لوري په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې لس ورځې يې. . .

BACK TO NEWS