د ورزش ادارې فني او مسلکي او مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۴
د ورزش ادارې فني او مسلکي او مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

 

د ورزش ادارې فني او مسلکي او مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې ریاستونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په وړاندیز او د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرأ د عالي مقام د حکم پر بنسټ محمد یوسف افتخار د یاد ریاست د فني او مسلکي رئیس او ښاغلی نقیب احمد الفت د نوموړي ریاست اړوند په مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رئیس په توګه رسماً وټاکل شول او د ورزش ادارې کارکوونکو ته معرفي شول.

د یادو رئیسانو په پېژند غونډه کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق دوی ته د مبارکي ترڅنګ وویل، چې ورزش اداره تل هڅه کوي چې په ورځنیو چارو کې د خنډ او ځنډ مخه ونیسي او اړوندو برخو کې مسلکي او په کار پوه کسان وګوماري. ښاغلي وثیق همداراز زیاته کړه، چې د ورزش ادارې مسؤلیت یوازې د ځوانانو او ورزشکارانو بدني روزنه نه ده؛ بلکې هڅه کوي چې ټول ورزشکاران له فکري، دیني او اخلاقي اړخه هم سم وروزي؛ ترڅو ټولنې ته له هر پلوه سمبال ورزشکاران وړاندې کړي.

دغه راز فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار او مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رئیس نقیب احمد الفت د ورزش ادارې له رهبري او نورو مشرانو مننه وکړه، چې په دوی یې باور وکړ. نوموړیو همداراز ژمنه وکړه، چې د ورزش د ودې لپاره به هېڅ ډول هڅې نه درېغوي او د ورزش د لا مسلکیتوب او پرمختګ لپاره به له مشرانو سره په ګډه مشوره او سلا مخکې ځي.

د غونډې په پای کې دوی ته په خپلو چارو کې د بریالیتوب دعا وشوه او د خپلو ریاستونو اړوند کارمندانو ته معرفي شول.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۸
Background image

برگزاری رقابت‌های سبک یونی‌فایت ورزش های رزمی در کابل

رقابت‌های سبک یونی‌فایت با اشتراک ۷۰ ورزشکار، از سوی فدراسیون ورزش‌های رزمی در همکاری با ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، در جمنازیوم ورزشی ۵۰۰ نفری این رياست برگزار شد.

در. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۵
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS