خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د مندوزیو، اسماعیل خېلو، لکڼو او تڼیو منتخبو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې یې تڼیو منتخبې لوبډلې د ۲ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
