خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۵۴
خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د مندوزیو، اسماعیل خېلو، لکڼو او تڼیو منتخبو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې یې تڼیو منتخبې لوبډلې د ۲ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۵۶
Background image

خوست؛ چينې بريال لوبډلې د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند زېړۍ ترخې لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

خوست؛ تڼيو الف لوبډلې د تورو اوبو واليبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ اړوند تورو اوبو سيمه کې د ۵۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د تڼيو الف. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسینګ سیالۍ ترسره. . .

BACK TO NEWS