کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۱۲
کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کونګ‌فو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاو ې خپلې کړې.

دا سیالۍ د کونګ‌فو ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.