کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو UFC سبک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۲۱ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د UFC سبک لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سياليو د پای په مراسمو کې ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني د فدراسیونونو آمر محمد اعظم کوهي، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
دغه سيالۍ د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او لسو بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ٣٠ تنه د کابل ولايت د رزمي ورزشونو UFC سبک ټاکنيزې لوبډلې ته وټاکل شول او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.