کونړ؛ په مرکز اسعد اباد کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز اسعداباد څاګي ورزشي لوبغالي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د منځ څاګي او کوز څاګي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې کوز څاګي لوبډلې خپلې سيالې منځ څاګي لوبډلې ته د ۳-۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.