ورزش؛ له نړۍ سره د خوشالۍ دروازه!

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۲ - ۱۲:۳۳

ورزش؛ له نړۍ سره د خوشالۍ دروازه!

دادمحمد ناوک

د ا.ا.ا له واکمنۍ سره بهرنیو او کورنیو مخالفو کړیو داسې تبلیغوله چې ګواکې دلته ژوند په ټپه ودرید او د بهرنیو پوځيانو له وتلو سره ګو اکې د افغان ولس خوشالي وکوچېدله؛ خو د المپیک ملي کمېټې او روزش ریاست وتوانید چې د ګران هېواد په اړه د بهرنیو او کورنیو تبلیغاتي مخالفینو عملي ځواب ووايي او ثابته يې کړه چې دلته تر بل هر وخت د ټولو اقتصادي،

ورزش؛ له نړۍ سره د خوشالۍ دروازه!

ټولنیزو، فرهنګي او ورزشي فعالیتونو لپاره په زړه پورې زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان ا.ا له واکمنۍ راهیسې یوازې د المپيک ملي کمېټې او ورزش ریاست په کور دننه لسګونه بېلابېلې سیالۍ ترسره کړې دي او له هېواده د باندې یې هم، جاپان، قطر او پاکستان کې د بېلابېلو لوبو سیالۍ کړې دي. د دې تر څنګ د ورزشکارانو لپاره له نږدې هر ډول فساد پاکه فضا برابره شوې ده او ګڼ چې يې موږ را غږولي انګېري چې دا ډول حالت ورته یوازې خوب ښکارېده.

همدا ورزش له ګڼو هغو ادرسونو نه دی چې د تحولاتو په راتګ سره يې هیڅ وقفه ونه کړله او په کور دننه او د باندې يې خپل فعالیتونه روان وساتل، چې د نوې رهبرۍ د ښه مدیریت او پراخو هڅو ثبوت وړاندې کوي.

ګران هېواد چې له نوي نظام سره د ګردې نړۍ سترګې ورته متوجه دي، دا زموږ ټولو مسؤلیت جوړېږي چې په بیا ابادونه، پښو درونه او خوندي افغانستان په ساتلو کې خپلې هڅې ونه سپموو.

زموږ هغه ورزشي لوبغاړي چې یا د پردیو د تبلیغاتو یا هم د سو‌ءتفاهماتو ښکار شوي او دا ګران ټاټوبی يې پرېيښی، همدومره پرې د دې خاورې او هوا حق جوړېږي چې بېرته تشریف راوړي او په هره برخه کې چې يې کار او فعالیت له وسه کېږي ونه يې سپموي.

دلته پاتې مشهور ورزشي لوبغاړي او د هغوی فعالیت بهر ته تللیو افغان ورزشکارانو ته دا ثابتوي چې زموږ هېواد لکه څنګه چې په بهرنیو رسنیو کې تبلېغېږي هغسې سره تبۍ نه دی؛ بلکې د ژوند په هره برخه کې ګړندي فعالیتونه روان دي او دا فعالیتونه د یو ژوندي او خپلواک افغانستان تصویر وړاندې کوي.

د ورزش اساس پر تحمل، تفاهم، اړیکو او خوش‌طبعۍ ولاړ دی، چې له همدې ادرس زموږ ورزشي فعالیتونه او هڅې او زموږ د ګران ټاټوبي اړوند د نړۍ ذهنیت بدلولی شي او دا چې دا ذهنیت زموږ او ستاسې پر هڅو بدلېدلی شي باید د دې کار لپاره په پوره اخلاص مټې را بډوهو!

رسول الله صلی الله علیه وسلم ځينې ورزشي فعالیتونه – لامبو وهل، اس سپرلي، نښه وېشتل – د مسلمان ځانګړنې یادې کړې دي، چې عملي کول يې زموږ د ایمان برخه ده!