کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما مقدماتي سیالۍ پای ته ورسېدی

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۹:۹
کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما مقدماتي سیالۍ پای ته ورسېدی

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د طبما د رزمي هنرونو ملي فدراسیون له لوري له ۱۶ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د طبما رزمي هنرونو دوه ورځنۍ مقدماتي سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې ورزشکارانو په درېیو عمري کټګوريو کوچنيانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې يې ۳۰ تنه د کوچنيانو کټګورۍ کې، ۳۰ تنه د ځوانانو او ۳۰ تنه د لويانو کټګورۍ کې د ملي لوبډلې راتلونکو سياليو ته غوره شول.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس، مولوي عتيق الله خالد ، د یاد فدراسيون مسولينو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ د طبما د رزمي هنرونو راتلونکو ملي سياليو ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې وې، چې په پايله کې يې غوره لوبغاړو ته د طبما د رزمي هنرونو ملي فدراسیون له لوري مډالونه او تصديق پاڼې ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

دعوت‌‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۴
Background image

غزنی؛ تورنمنت فوتبال میان ۲۰ تیم در بازار میری مرکز ولسوالی اندربه پایان رسید

تورنمنت فوتبال میان ۲۰ تیم در بازار میری مرکز ولسوالی اندر از سوی نمایندگی فدارسیون ملی این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غزنی، در ولسوالی اندر به پایان رسید.

در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

مسابقات ویلچر بسکتبال میان چهار تیم در مرکز ولایت غور به پایان رسید

رقابت‌های ویلچر بسکتبال از طرف نمایندگی فدراسیون پارالمپیک با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور میان چهار تیم که از یک هفته به اینسو در مرکز این ولایت ادامه داشت، خاتمه یافت.

دی. . .

BACK TO NEWS