ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۴۱
ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګردي خپلواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د هزار ناو سوپر سټار او ګردي خپلواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګردي خپلواک لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٨ منډو هدف وټاکه. هزار ناو سوپر سټار لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ٧٠ منډې وکړې او د ٣٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د هیواد د بیا رغونې او له نظام څخه د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې دوام وکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

کابل؛ دیدار رهبری ورزش کشور با ورزشکاران رشته گلف صورت گرفت

مولوی احمدالله وثیق رئیس عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور همراه با شماری از مسئولین این اداره، با رهبری فدراسیون ملی گلف و جمعی از ورزشکاران این رشته دیدار و گفت‌وگو نمودند.

در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۳
Background image

کابل؛ مسابقات انتخابی نشان‌زنی در شهر کابل با حضور ۲۰ ورزشکار آغاز گردید

رقابت‌های انتخابی نشان‌زنی شهر کابل به ابتکار فدراسیون ملی این رشته و با همکاری ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل میان بیست ورزشکار از ولسوالی‌های مختلف این ولایت آغاز گردید که برای یک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۱۵ تن در ولسوالی اشترلی دایکندی برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۱۵ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایمندی، در منطقه‌ای ده‌عروس اشترلی برگزار شد.

سرانجام از میان اشتراک کنندگان. . .

BACK TO NEWS