هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۵۳
هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د ناوې ولسوالۍ په هزار اسپ سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ګروپي سيالۍ چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د توحیدي يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د نوي ځوانان او د توحيدي يارانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نوي ځوانان لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د توحيدي يارانو لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په ۱۱ اور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پور کړ او د درې ويکټو په توپير سره يې اتلولي وګټله.

د يادو سياليو موخه راتلونکو لوبو ته د غوره لوبغاړو موندل و.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

مسابقات کشتی رستمی با اشتراک ۱۵۰ ورزشکار در ولسوالی شهرک ولایت غور برگزار گردید

رقابت‌های کشتی رستمی از طرف نمایندگی فدراسیون کورش با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور میان ۱۵۰ ورزشکار از وزن ۵۵ الی ۱۰۰ کیلوگرام برای مدت یک روز در ولسوالی شهرک این ولایت دایر. . .

BACK TO NEWS