هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د عمري ځوانانو او حبیبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې حبیبي لوبډلې د ۱/۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د راتلونکو لوبو لپاره د لوبغاړو د ښه چمتو والي په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.