مطمئن: د اتلانو درنښت کوو، څوک چې تللي د رواستلو هڅه یې کوو 

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۹ - ۹:۲
https://www.youtube.com/watch?v=xk-8ADNrUHE

مطمئن: د اتلانو درنښت کوو، څوک چې تللي د رواستلو هڅه یې کوو 

د المپیک ملي کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس انجینر نظرمحمد مطمئن د رزمي لوبو له اتل بازمحمد مبارز او سیاستوال محمدنادر نعیم سره د د خبرو په مهال د ښاغلي مبارز د فعالیتونو ستاینه وکړه. 

د مطمئن په وینا هغه ورزشکاران چې د بهرنیانو د تبیلغاتو تر اثر لاندې رانه غلل او دلته پاتې شول موږ یې درنښت کوو. 

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې له هېواده ځینې وتلي ورزشکاران باید بېرته راوغوښتل شي، ځکه زموږ اتلان باید پردیو هېوادونو کې موټرچلوونکي ونه اوسي. 

د المپیک ملي کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس ښاغلی مبارز مخاطب کړ، چې که په چارو کې یې حق تلفي ولیدل شي باید غږ پورته کړي. 

دې ملاقات کې د سردار محمد داودخان د کورنۍ ځوان سیاستوال محمد نادرنعیم د ښاغلي مطمئن هڅې وستایلې او ورزش ته یې د لا ښه کېدو تمه ښکاره کړه. 

ښاالي مبارز د المپیک ملي کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس ته د تبریکۍ تر څنګ ژمنه وکړه چې لا به هم د خپل هېواد لپاره ویاړونه ګټي او دلته به د ا.ا.ا تر چتر لاندې ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۸
Background image

برگزاری رقابت‌های سبک یونی‌فایت ورزش های رزمی در کابل

رقابت‌های سبک یونی‌فایت با اشتراک ۷۰ ورزشکار، از سوی فدراسیون ورزش‌های رزمی در همکاری با ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، در جمنازیوم ورزشی ۵۰۰ نفری این رياست برگزار شد.

در. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۵
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS