هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د عمري ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پای لوبه، چې د عمري ځوانانو او منصوري ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پایله کې یې عمري ځوانانو لوبډلې د يو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د فوتسال لوبې ته د ودې په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.