ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرګټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په مرسته د ياد ولايت د روداتو ولسوالۍ په بانډې سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوي.
د دغو سياليو د پیل په لوبه کې د روغانو یارانو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې صفو ملنګ لوبډلې ته د ۸۷ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د ملنګ لوبډلې یاد هدف د لوبې په پنځم اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
يادې سيالۍ له نظام څخه د ملاتړ په موخه ترسره کیږي، چې يوه مياشت به دوام ولري.