لغمان؛ په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د شاهي کانال په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون له لوري د ياد ولايت د مختلفو ولسواليو د واليبال لوبډلو ترمنځ د شاهي کانال په نوم واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست د المپيک چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د ورزش ادارې ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک، د بدن ښکلا ملي فدراسيون رييس باور خان هوتک، د لغمان ولايت د اطلاعات فرهنګ رييس عبدالنور رسولي او د ياد امريت ورزشي آمر مجيب الرحمن رحماني، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او په يادو مراسمو کې په ګډون يې خوښي څرګنده کړه. نوموړي زياته کړه چې ورزش د يووالي سمبول دی او پر مټ يې ټول قومونه او مليتونه تر يوه چتر لاندې راټولېدلی شي، ده همداراز د ورزش د ودې په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، په دې وروستيو کې ورزش د پرمختګ په لور چټک ګامونه اخيستي او په هره برخه کې يې د لاسته راوړنو شاهدان يو.
ښاغلي وثیق همداراز د ياد ولايت ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې د ورزش اداره يې په هر ډګر کې تر خپل توان پورې ترڅنګ ولاړه ده او خپل شته امکانات به د دوی په لاس کې ورکوي، نوموړي همداراز د ورزشي آمريت اړوند ورزشي اماکنو هم ليدنه وکړه او د ياد ولايت چارې يې ښې و ارزولې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د حاجي جاويد قريشي او داودزي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې داودزي کلب لوبډلې د ۲-۰ ميدانونو په توپير بريا خپله کړه.
