لغمان؛ په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د شاهي کانال په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۵۶
لغمان؛ په مرکز مهترلام ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د شاهي کانال په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون له لوري د ياد ولايت د مختلفو ولسواليو د واليبال لوبډلو ترمنځ د شاهي کانال په نوم واليبال سيالۍ پيل شوې.

د‌ دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست د المپيک چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د ورزش ادارې ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک، د بدن ښکلا ملي فدراسيون رييس باور خان هوتک، د لغمان ولايت د اطلاعات فرهنګ رييس عبدالنور رسولي او د ياد امريت ورزشي آمر مجيب الرحمن رحماني، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او په يادو مراسمو کې په ګډون يې خوښي څرګنده کړه. نوموړي زياته کړه چې ورزش د يووالي سمبول دی او پر مټ يې ټول قومونه او مليتونه تر يوه چتر لاندې راټولېدلی شي، ده همداراز د ورزش د ودې په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، په دې وروستيو کې ورزش د پرمختګ په لور چټک ګامونه اخيستي او په هره برخه کې يې د لاسته راوړنو شاهدان يو.

ښاغلي وثیق همداراز د ياد ولايت ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې د ورزش اداره يې په هر ډګر کې تر خپل توان پورې ترڅنګ ولاړه ده او خپل شته امکانات به د دوی په لاس کې ورکوي، نوموړي همداراز د ورزشي آمريت اړوند ورزشي اماکنو هم ليدنه وکړه او د ياد ولايت چارې يې ښې و ارزولې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د حاجي جاويد قريشي او داودزي کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې داودزي کلب لوبډلې د ۲-۰ ميدانونو په توپير بريا خپله کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

هلمند؛ کجکي ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د شمالي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۸
Background image

بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له تخار، کندز، سمنګان، بلخ، پنجشېر،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په کجران ولسوالۍ کې له مرکز او د کجران ولسوالۍ له کليو څخه د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS