خوست کې د ITF تکواندو ۵٧ لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې کمربندونه وتړل شول
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند دITF تکواندو فدراسیون د استازولي له لوري د اسماعیل خېل اتلان کلب ۵۷ لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې کمربندونه وتړل شول.
د کمربند تړلو په دغو مراسمو کې ۳۲ تنو ته ژېړ، ۱۶ تنو ته شنه، پنځو تنو ته سره او څلور تنو ته آبي کمربندونه وتړل شول.
د دغو مراسمو په پای کې لوبغاړو ته د هغوی د کمربندونو اسناد هم ورکړل شول.