مولوي امير خان متقي د کورش د نړيوال فدراسيون له رئيس حيدر فرمان او له مله پلاوي سره يې وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۴:۴۰
مولوي امير خان متقي د کورش د نړيوال فدراسيون له رئيس حيدر فرمان او له مله پلاوي سره يې وکتل

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د کورش د نړيوال فدارسيون او د اسيا المپيک د ورزشي چارو له رئيس حیدر فرمان سره وکتل، په دې ليدنه کې د ورزش ادارې رهبري او له حيدر فرمان سره راغلي پلاوي هم شتون درلود.

په پيل کې ښاغلي متقي حیدر فرمان او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، د افغانستان د ورزش پر اوسني وضعيت يې خبرې وکړې او خوښي يې وښوده، چې د افغانستان ورزش په دې وروستيو کلنو کې د پخوا په پرتله د امن او ښه وضعيت له برکته ښې لاسته راوړنې درلودلې دي، نوموړي د کرکټ او فوټسال له لاسته راوړنو یادونه وکړه. همداراز ښاغلي متقي له یاد پلاوي څخه وغوښتل، چې د افغانستان وضعيت په خپلو سترګو وګوري او بيا اوسني حقايق له ځان سره يوسي او نړۍ ته يې بيان کړي.

ښاغلي متقي همداراز له نړيوالې المپيک کمېټې او نورو ورزشي ادارو څخه هم وغوښتل، چې د افغانستان وضعيت له نږدې څخه وګوري او د حقايقو له ليدو وروسته دې فيصله وکړي.

ښاغلي حيدر فرمان په خپلو خبرو کې وويل، چې دا يې څلورم ځل دی، چې افغانستان ته راځي؛ خو دا ځل تر ټولو ډېر ځان مطمئن او خوندي احساسوي، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: (( د افغانستان په اړه موږ ته ډېر ناسم انځور راکړل شوی و؛ خو اوس موږ حالات له نږدې وکتل، د افغانستان ورزش ډېر پرمختګ کړی دی، په دې وروستيو کې د افغانستان ورزشکارانو ښې لاسته راوړنې درلودلې دي، چې دا د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانستان حکومت د ورزش تر څنګ ولاړ دی او ملاتړ يې کوي.))

ښاغلي فرمان په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان حکومت سپورټ پاليسي او ورزش ته بايد توجه نوره هم ډېره کړي او له دې لارې له نړۍ سره اړيکې پياوړې کړي؛ ځکه په دې برخه کې هيڅ خنډ موجود نه دی. همداراز نوموړي وويل، چې افغانستان اوس کولی شي د اسيايي لوبو کوربتوب وکړي او دا کار ګټور دی. ښاغلي فرمان د خپلو خبرو په جريان کې وويل، چې دی به د افغانستان د ورزش رښتينی انځور او اوسنی حالت له نړيوالو ورزشي ادارو سره شريک کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

مسابقات والیبال میان ۲۲ تیم در مرکز ولایت غزنی به پایان رسید

رقابت‌های والیبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غزنی میان بیست‌و دو تیم از مربوطات مرکز و ولسوالی‌های این ولایت که از یک هفته به اینسو در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

مسابقات فوتبال زیر سن بیست سال میان ۱۲ تیم در ولسوالی سوزمه قلعه ولایت سرپل به پایان رسید

رقابت‌های فوتبال زیر سن بیست سال تحت عنوان جام مینی از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت سرپل و با اشتراک دوازده تیم که از بیست روز به اینسو ادامه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۵
Background image

مسابقات فوتسال با اشتراک ۲۷ تیم در ولسوالی جاغوری ولایت غزنی آغاز گردید

رقابت‌های فوتسال تحت عنوان جام جاغوری کپ از طرف نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت غزنی با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت میان بیست‌و هفت تیم برای مدت یک ماه در ولسوالی جاغوری راه. . .

BACK TO NEWS